د امریکا مرکزي قومنداني (سنتکام) د یوې څېړنې د پایلو په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د کابل هوایي ډګر کې ځانمرګی بریدګر «عبدالرحمان اللوگري» نومېده او له برید څخه مخکې نه و پېژندل شوی.
د سنتکام په نوي راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل په هوایي ډګر کې ترسره شوی برید د مخنیوي وړ نه و او د ترسره کېدلو په تړاو یې خبرداری هم مبهم و.
د دې راپور له مخې، یاد بریدکوونکی د داعش ډلې غړی و چې له زندان څخه خوشی شوی و.
د سنتکام په څېړنو کې د هغو یو شمېر امریکایي نظامیانو څرګندونې رد شوې چې ویل شوي وو، هغه بریدګر له مخکې پېژندل شوی و.